Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
ورمخکښې کيږم* وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَة او که چرې يو بنده زما طرفته په (قلاره) مزل راځي نو زه د هغه طرفته په منډه ځم۔ ([1])
مطلب دا چې که چرې يو بنده د رَبّ د رضا والا کارونو طرفته لږ قدم اوچتوي نو د رَبّ رحمت زيات رامخکښې کيږي* که چرې يو بنده يوه لويشت د رَبّ د رضا والا کارونو طرفته ته مخکښې کيږي نو د رَبِّ کريم رحمت يو ګز هغه ته ورمخکښې کيږي* کله چې يو بنده د رَبّ په رضا والا کارونو کښې يو ګز ورمخکښې کيږي نو د رَبّ رحمت د يو ميل همره (يعني د هغې نه څو چنده زيات د هغه په لور ورمخکښې کيږي)* که چرې بنده په قلاره قلاره د رَبّ د رضا والا کارونو په لور مخکښې کيږي نو د هغه رحمت په منډه د بنده په لور راځي۔ لږه اندازه اولګوئ چې دا څومره د خوش قسمتئ خبره ده۔۔۔۔! که چرې مونږ د رَبّ د رضا والا کارونو په لور لږ ورمخکښې شو نو بيا اوګورئ چې د رَبّ رحمت په مونږ څنګه راوريږي۔
الله پاک! خپلو بندګانو ته فرمائي
حضرت علامه ابن رجب حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو روايت نقل کوي: چې الله پاک هره