Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
* د خپلے اصلاح د پاره به پوره بيان اورم * څه چې واورم پخپله به پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د لَبَّیْک اَللّٰهُمَّ لَبَّیْک په لوستلو د بے هوشه كيدوا واقعه
د حضرت اِمام حُسَين رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ شهزاده حضرت اِمام زَينُ العابِدين رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ډىر زيات مُتَّقـي* پرهيزګاره او د الله نه ويره لرونكے شخصيت وو.
(د خوفِ خُدا دوه قِسمه دي: 1: د الله پاك نه هغه ويره كومه چې زمونږ په شان د ګنهګارانو وي، يعني د الله پاك د عذاب نه ويره، د الله پاك د نيولو نه ويره، چې چرته مونږه ګنهګاران اونه نيولے شو، 2: او د الله پاك د نيكانو بندګانو چې كومه ويره وي، هغه د الله پاك د پټ تدبير نه ويريدل، د الله پاك د قُرب نه د لرې كيدو ويره ده چې چرته داسې نه وي چې د الله پاك د قُرب نِعمَت مونږ ته نصيب دے، الله دې نكړي چې دا نعمت زمونږ نه بيرته وانخستے شي.)
د حضرت اِمام زَينُ العابِدين رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ويره دويم قِسم والا وه* يو ځل هغوئي د حج د پاره احرام اوتړلو* نو د اِحرام تړلو سره د هغوئي مخ مبارك زِيَړ شو* د خوفِ خدا د غلبے په سبب ئې تلبيه (يعني لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك) نه شوه لوستلے. خلقو عرض اوكړو: محترمه! تاسو تلبيه (يعني لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك) ولے نه