Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

عمل کولو نيت هم اوکړئ۔ عملي طور مونږ د دې اظهار اوکړو چې يا الله! زه حاضر يم تا چې کوم حکم ارشاد فرمائيلے دے هغه زه په سر سترګو منم۔ الله کريم دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي۔      اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم

12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله      

اے عاشقانِ رسول! نن سبا د فتنو دې ډک وخت کښې د رَبّ رضا والا کارونو کښې د مصروفه کيدو* د نيکو ګټلو* د الله پاک د خفه کولو  والا کارونو نه د ځان ساتلو* د ګناهونو نه ځان بچ کولو* د توبه کولو او په توبه د کلک اودريدو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره تړون اوساتئ۔ د ذيلي حلقے 12 کارونو کښې په ډير شوق سره خپله برخه واچوئ۔ اِن شاءَ اللہُ الکرِيم! د دين او دنيا بے شميره برکتونه به حاصل شي۔ د ذيلي حلقے 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله هم ده۔ راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:

د نشے بد عادت ئې ختم شو

      د جيكب آباد سندهـ علاقے سره د تَعَلُّق لرونكے اسلامي ورور بيان څه داسې دے: اوَّل زما غلط عقائد وو او په اخلاقي بدو كښې انختے ووم* هره ورځ د شپے اَتَو بجو نه تر دولسو بجو پورې به مې بهنګ* چرس او