Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

جنت کښې زما سره وي۔ ([1]) 

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                               جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

د انتروشي (پرنجي) کولو سنت او آداب

د نبي کريم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  دوه فرامين: (1): د الله پاک انتروشے (پرنجے) خوښ دے([2]) (2): کله چې چا له انتروشے (پرنجے) ورشي او هغه اَلْحَمْدُ للہ اووائي نو فرښتې وائي: رَبِّ الْعٰلَمِیْن او که چرې هغه رَبِّ الْعٰلَمِیْن اووائي نو فرښتې وائي: یَرْحَمُکَ اللہُ يعني الله پاک دې په تا رحم اوکړي ([3])

اے عاشقانِ رسول! د پرنجي (يعني انتروشي) په وخت سر ښکته کړئ* خُله پټه کړئ او آواز په ورو کوئ* د پرنجي (انتروشي) آواز اوچتول کم عقلتيا ده. * په پرنجي راتلو اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ  وئيل پکار دي۔ بهتره دا ده چې اَلْحَمْدُ للہ رَبِّ الْعٰلَمِیْن یا  اَلْحَمْدُ للہ عَلیٰ کُلِّ حَال اووائې۔ * په اوريدونکي واجب دي چې سمدستي یَرْحَمُکَ اللہُ۔ (يعني الله دې په تا رحم اوکړي) اووائي * او دومره په زوره دې اووائي چي پرنجے کوونکے ئې پخپله واوري۔ * د جواب اوريدو سره دې انتروشے کوونکے اووائي: ’’یَغْفِرُاللہُ لَنَاوَلَکُمْ۔‘‘ (يعني الله پاک دې مونږ دواړه اوبخښي) يا وه دې وائي: ’’یَہْدِیْکُمُ اللہُ وَیُصْلِحْ


 



[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔

[2]...بخاری، کتاب:الادب، باب:ما یستحب من العطاس ، صفحہ:1540، حدیث:6223۔

[3]…  معجم کبیر،11/358،حدیث:12284