Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
اعلٰـى حضرت* اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت اِمام زَينُ العابِدين رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ په خدمت كښې اِستِغاثه [يعني د مدد درخواست] وړاندې كولو سره عرض كوي:
اے تُرا زَیْن اَزْ عِبَادت وزِ تُو زَیْنِ عابداں بہرِ ایں بے زِینت اَزْ زَیْن وصَفَا امداد کن[1]
وضاحت : اے هغه شخصيته كوم چې د عبادت د نُور نه مُنَوَّر دے، اے هغه محترمه انسانه! د چا په بركت چې عبادت ګزارو ته ښائست او ښكلا نصيب شوې ده، زما د بد زينته (يعني ګنهګار) مدد اوفرمائې.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
حج له تلل مې زړه ډير زيات غواړي
اے عاشِقانِ رسول! د حج ورځے نزدې را روانے دي* قافلے حرم طرفته روانيدو ته تيارې دي* د كومو خوش نصيبه خلقو نومونه چې دې كال د حاجيانو په فهرست کښې راغلي دي* هغوئي په ډير شوق او مينه په تيارو كښې مصروفه دي* احرامونه اخلي* ضروري سامان په بيګونو كښې پيك كوي* يو څو ورځے پس به قافلے حرم طرفته تلل شروع شي. كاش! مونږه بے وسو* ګنهګارانو ته هم دا سعادت نصيب شي* چې مونږه هم حج اوكړو* د صفا مروٰى په مينځ كښې سعي اوكړو* په ميدانِ عرفات كښې