Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
وقوف (يعني قيام) اوكړو (په مُزدلفه كښې ټوله شپه د الله پاك په عبادت كښې تيره كړو)، په مِنٰى كښې قُرباني اوكړو* د حجرِ اسود ښكلولو توفيق رانصيب شي* او كاش! د خانه كعبې نه چاپيره د تاويدلو (يعني طواف كولو) سعادت را نصيب شي. شيخِ طريقَت* اَمِیرِ اهلسنّت* حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د الله پاك په بارګاه كښې دُعا كوي:
بڑا حج پہ آنے کو جی چاہتا ہے بُلاوا اب آ ئے گا کب یا الٰہی!
میں مکّے میں آؤں مدینے میں آؤں بنا کوئی ایسا سَبب یا الٰہی! [1]
حاجــي او د محبَّتِ اِلٰهي عملي اِظهار
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د غور خبره ده! دا څنګه ښكلے ښائسته منظر دے چې د الله پاك بنده كوم چې الله پاك پيدا كړے دے* چاته چې الله پاك ساه ګانے* ژوند او طاقت وركړے دے* هغه بنده احرام تړي او د الله پاك په حكم عمل كوي او مكے ته رسي او د لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، يا الله! زه حاضر يم) وينا كوي او عملي طور دا اقرار كوي چې يا الله! زه ستا بنده يم* ته زما ربّ ئې* اے الله پاكه! زه ستا په پاكه بارګاه كښې حاضر يم* اے رحمٰن او رحيمه ربّه! تا ماته د خانه كعبے نه چاپيره د