Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
طواف كولو حكم راكړے دے* زه د طواف د پاره حاضر يم* اے كريمه ربّه! تا ماته په ميدانِ عرفات كښې د قيام كولو حكم كړے دے* ما خپل كور پريښودے دے* د لرې علاقے سفر كولو* سخته ګرمي او سختو غرمو پرواه مې نه ده ساتلې او ميدان عرفات ته حاضر شوے يم.
الغرض دا څومره ښكلے او د عشق او محبت نه ډك انداز دے* په دې كښې د الله پاك د محبت څومره ښكلي انوار موجود دي چې بنده د خپل ربّ په بارګاه كښې عرض كوي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، يا الله! زه حاضر يم).
میں مکّے میں پھر آگیا یا الٰہی! مجھے بخش دے بے سبب یا الٰہی! [1]
د تلبيه په فضائلو باندې درې احاديث
(1) زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي: مَا مِنْ مُلَبٍّ يُلَبِّي إِلَّا لَبَّى مَا عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ شِمَالِهِ مِنْ شَجَرٍ وَّحَجَرٍ حَتَّى تَنْقَطِعَ الْأَرْضُ هَاهُنَا وَهَاهُنَا يعني تلبيه (لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك) لوستونكے چې تلبيه لولي نو د ده ښي او كينړ طرف ته د زمكې آخرئ حصّې پورې چې څومره ونے او كانړي دي* هغه ټول تلبيه لولي.[2] (2) په يو حديثِ پاك كښې دي: خوږ نبـي* محمَّدِ عربـي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ارشاد فرمائي: مَنْ اَضْحٰى يَوْماً مُحْرِماً