Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

مُلَبِّيًا حَتَّى غرَبَتِ الشَّمْسُ غَرَبَتْ بِذُنُوبِهِ فَعَادَ كَمَا وَلَدَتْهُ أُمُّهُ يعني چا چې په دې حال كښې سحر كړو چې هغه احرام تړلے وو* تلبيه ئې لوستله (او ټوله ورځ ئې په دې حال كښې تيره كړه) تر دې پورې چې لمَر ډوب شو* (هغه لمر) د ده ګناهونه د ځان سره ډوب کړه* اوس به دا بنده داسې شي لكه څنګه چې د ده مور دا زيږولے وو. [1] (3) رسولِ اكرَم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  ارشاد فرمائي: درے آوازونه داسې دي چې په هغې باندې الله پاك د فرښتو مخے ته فخر كوي: (١) د اذان آواز (٢)د الله پاك په لاره كښې تكبير (يعني د الله اكبَر) وئيلو آواز (٣) د تلبِيَه لوستلو آواز. [2]

د حشر په ميدان كښې د لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك دهوم دهام

      حضرت وَهب بِن مُنَبِّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په تورات شريف (چې اسماني كتاب دے او په حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام باندې نازِل شوے دے په دې كتاب) كښې ليك دي: الله پاك به د قيامت په ورځ خپل اووه لاكه مُقَرَّبو فرښتو ته د سرو زرو زنځيرونه وركړي او حكم به ورته اوكړي چې د دې زنځيرونو سره كعبه شريفه د محشر ميدان ته راوړئ! فرښتے به لاړې شي* د دې سرو زرو په زنځيرونو به كعبه شريفه اوتړي* بيا به يوه فرښته غږ اوكړي: اے كعبې! ځه...!! كعبه شريفه به اووائي: زه نه ځم تر څو پورې چې زما سوال پوره نكړے شي. د اسماني فضا نه به يوه فرښته غږ


 

 



[1]...جامع صغیر ،صفحہ:515 ،حدیث:8461۔

[2]...جامع  صغیر ،صفحہ:211 ،حدیث:3492۔