Book Name:Muhaddis e Azam

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د  دُرُودِ پاك فضيلت

حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل په يوه ديني جلسه کښې د تقرير د پاره تشريف وړلو، د هغوئي عادت مبارک وو چې چرته به ئې موقع موندله د نيکئ د دعوت مدني ګُلونه به ئې وركول، هم دغسې د سفر په وخت په بس کښې هغوئي د نيکئ  دعوت ورکول او د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فضائل او کمالات بيانول شروع کړه، د بَس سفر وو، د ګاډو شور هم وو او سيلئ هم لګيدله، ځکه د سفر په وخت د زياتو خبرو کولو په وجه د هغوئي مَرئ خرابه شوه. کله چې هغوئي جلسے ته اورسيدل نو د حمد و ثنا نه ئې بيان شروع کړو، مَرئ ئې خرابه وه، په کومه سخته چې هغوئي حمد و ثنا اووئيله، داسې لګيدله چې نن بيان مشکل ده چې اوشي خو د رښتينې عاشقانِ رسول انداز هم عجيبه وي. هغوئي د بيان په شروع کښي د عربئ خطبے لوستلو نه پس خلق مخاطب کړل او اوئې فرمائيل: زمونږ سره يوه نُسخه ده کومه چې د هر مرض دوا ده او د الله پاک په حکم سره شِفا ده. دا ئې چې اووئيل نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په تيز آواز دُرود شريف شروع کړو.