Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د  دُرُودِ پاك فضيلت

علّامه قُرطبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يوه ورځ يوه زنانه د مشهور وَلِـىُّ الله حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضره شوله او عرض ئې اوکړو: زما پيغله لور وفات شوې ده، څه طريقه راته ارشاد کړئ چې زه هغه په خوب کښې اووينم. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغې ته عمل اوښودلو. هغې خپله وفات شوې لور په خوب کښې خو اوليدله خو په دې حال کښې چې د هغې په بدن باندې د تارکولو جامې، په غاړه کښې زنځير او په ښپو کښې بيړئ وې! دا وحشت ناکه نظاره چې ئې اوليدله نو هغه زنانه اوويريده! هغې په بَله ورځ دغه خوب حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته بيان کړو، خوب ئې چې واوريدلو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير غمژن شول. څه موده پس حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب کښې يوه جينئ اوليدله، کومه چې په جنَّت کښې په يو تخت باندې ناسته وه او تاج ئې په سر وو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې ئې اوليدلو نو اوئې وئيل: زه د هغې زنانه لور يم، کومې چې تاسو ته زما حال بيان کړے وو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: د هغې د وئيلو مطابق خو ته په عذاب کښې وې، آخِر دا انقلاب څنګه راغے؟ وفات شوې [جينئ] اووئيل: د مقبرې په خوا يو کَس تير شو او هغه په مصطفٰے جانِ رحمت،