Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د  دُرُودِ پاك فضيلت

د حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عَوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: يوه ورځ د نبيانو سردار، د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دولت خانے (يعني کور مبارک) نه بهر تشريف راوړلو او يو باغ طرف ته روان شولو، حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې اوليدلو نو [هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ورپسې هم] وروستو وروستو روان شو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باغ ته لاړل، قبلے طرف ته ئې مخ کړلو او سر ئې په سجده کيښودلو، حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لرې ولاړ وو او کتل ئې، فرمائي: سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره اوګږده سجده اوکړله، تر دې پورې چې زه اويردم هسې نه چې د سجدې په حالت کښې الله پاک [د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ] رُوح مبارک قبض کړے نه وي، دا خيال چې مې اوکړو او وړاندې راغلم، زما د قدمونو آواز ئې چې واوريدلو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مبارک د سجدې نه راوچت کړلو، پوښتنه ئې اوکړله: څوک ئې؟ ما عرض اوکړو: حُضور! عَبدُ الرَّحمان. اوئې فرمائيل: څه کار دې دے؟ ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو دومره اوګږده سجده اوکړله، چې زه اويريدم هسې نه چې الله پاک په سجده کښې [ستاسو] رُوح مبارک قبض کړے نه وي.