Book Name:Shan-e-Farooq-e-Azam
طعام خوړلو وخت كښې ډډه لګول، تَكَبُّر سره ګرځيدل وغيره . او كله كله ئې د خبرو كولو نه [هم پته لګي] مثلاً چا ته دا وئيل: (زه تا هيڅ شے هُم نه ګنړم) ته څوك ئې چه ما ته جواب راكوے، دغسې د مختلفو احوالو اقوالو او افعالو په ذريعه د تَكَبُّر اظهار كيدے شي، بيا په بعضو مُتَكَبِّرينو كښې [د تَكَبُّر] د ټولے طريقے موجودې وي او په بعضو مُتَكَبِّرِينو كښې بعضے. خو ياد ساتئ! چه دا ټولے خبرے به هله تَكَبُّر كښې شميرلے كيږي چه په زړه كښې ئې تَكَبُّر موجود وي، صرف دغه څيزونو ته تَكَبُّر نه شي وئيلے. (ماخوذ از احیاء العلوم ، ۳/۴۳۴)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! د تَكَبُّر ضروري معلومات حاصلول او د هغے د هلاك كوونكو مرضونو نه د بچ كيدلو طريقے زده كول هم فرض دي او اوس مونږه واوريدل چه تَكَبُّر څومره هلاك كوونكے مرض دے، چه كوم بدنصيبه كس په دے كښې اخته شي هغه تباه و برباد شي، او آخر دا چه د جَهنَّم حقدار جوړ شي، لِهٰذا زمونږه خير په دې كښې دے چه مونږه په خپل كمزوري بدن باندے رحم اوكړو او د جَهنَّم د عذاب نه اويَريږو، چه كله يو انسان نفس و شيطان د يو مسلمان سپك ګنړلو او غرور و تكبر كولو ته را پاروي نو هغه له په خپل تير وخت او د الله پاك په عطا ګانو باندې غور كول پكار دي. الله پاك دِ مونږ ته د عاجزئ اختيارولو او د تَكَبُّر نه د بچ كيدلو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد