Book Name:Shan-e-Farooq-e-Azam
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په وړومبي حكايت كښې مونږ اوريدلي وو چه جبريلِ امين عَلَيْهِ السَّلام د اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه دا صِفَت بيان كړے وو چه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه حق خبره كوي، حق طرف ته رابلل كوي او په حق به د دې دُنيا نه تشريف وړي، واقعي د اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه شان دا دے چه د هغوئي د خُلے نه به حق خبره وتله، هغوئي به حق طرف ته رابلل كول، او په حق سره ئې د دے دُنيا نه تشريف يوړلو، د هغوئي د حق وينا كولو د دې نه بل كوم غټ دليل كيدے شي چه څو ځله داسې شوي دي چه اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د يو څيز په باره كښې څه فرمائيلي دي نو د قرآن پاك آيتونه هُم هغه مضمون سره نازل شوي دي څنګه چه حضرت عمر رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه فرمائيلي وو.
حضرت مجاهِد رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه نه روايت دے، فرمائي: کَانَ عُمَرُ یَرَی الرَّاْیَ فَیَنْزِلُ بِہِ الْقُرْآنُ يعنې اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به چه كله څه رائے پيش كړه نو د هغے مطابق به قرآن نازليدلو. ( تاریخ الخلفاء، ص۹۶، الصواعق المحرقۃ، ص۹۹) د اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه صاحبزاده حضرت عبد الله بن عمر رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْهما فرمائي چه كله به په يوه معامله كښې د مختلفو صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان نه رائے طلب كړے شوه او ورسره به زما پلار محترم حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه هم رائے پيش كړه نو قرانِ كريم به د هغوئي د رائے مطابق نازليدلو.