Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

اظهار [يعني ښكاره په ښكاره د اسلام د تبليغ كولو] اجازت اوغوښتلو، خو نبـى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته اُوفرمائيل چې اوس لا نه! ځكه چې مونږه په شمير كښے لږ يو. خو د حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه په ډيره زارئ باندے ئے اجازت وركړو، بيا هر يو كس خپل خاندان والؤ ته د اسلام دعوت پيش كړو. حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه د خُطبے د پاره اودريدلو. خو د مكے مشركانو چې كله دا اوليدل چې مسلمانان په ښكاره د اسلام دعوت وركوي نو ډير غصه شو او هغوئي په حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه او نورو مسلمانانو باندے حمله اوكړه او وهل ټكول ئے شروع كړل. هغوئي حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه ډير زيات اُووهلو، او د پاسه پرے اوګرځيدل، تر دے چې عُتبه بن ربيعه خبيث په خپل ناپاكه پيزار د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه مخ اووهلو او د هغوئي په خيټه ئے ټوپونه اووهل او هغوئي ئے په وهلو وهلو دومره زخمي كړو چې مخ مبارك ئے نه پيژندلے كيدو، حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه د زخمونو په وجه بےهوشه شو. كله چې د هغوئي د قبيلے والا خبر شو نو په منډه منډه راغلل او مشركان ئے د هغوئي نه لرے كړل او كور ته ئے راوړلو. د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه د تشويشناك حالت په وجه هغوئي دا اندازه اولګوله چې ژوندے به پاتے نه شي، په دے وجه د هغوئي د قبيلے والا بيتُ الله ته راغلل او اعلان ئے اوكړو چې، كه ابوبكر ژوندے پاتے نه شو نو مونږه به د هغوئي په بدله كښے عُتبه بِن ربيعه ضرور قتل كوو. د دے اعلان كولو نه پس هغوئي بيا د حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه  خوا ته راغلل. آخر دا چې د ورځے په اخيرئ حصه كښے هغوئي په هوش كښے راغلو. چې قبيلے والؤ ترينه تپوس اوكړو چې: تاسو څنګه ئے؟ نو د هغوئي په ژبه وړومبئ خبره دا راغله چې د رسُولُ الله څه حال دے؟ په دے خبره د قبيلے ډير خلق خفه شو او لاړل، [او وئيل ئے] چې د چا په وجه پرے دا هر څه اوشو، او دے اوس هم د هغه نوم اخلي. خلقو د هغوئي مور اُمُّ الخَير ته اووئيل چې په دوئي څه خوراك څښاك