Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

اوكړئ. چې مور به ئے ورته د خوراك څښاك كولو وئيل نو هغوئي به صرف يوه خبره كوله چې:  د رسُولُ الله څه حال دے؟ ما ته صرف د هغوئي خبر راكړئ. د هغوئي دا حالت ئے چې اوليدلو نو مور ئے اووئيل: قَسم په خُدائے! ما ته معلومات نشته! هغوئي اووئيل چې: تاسو اُمِّ جميل بِنتِ خـَـطّاب (يعني د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْه خور) كره لاړه شئ او د هغے نه د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په باره كښے تپوس اوكړئ. مور ئے په منډه منډه د بي بي اُمِّ جميل كره ورغله او اوئې وئيل چې ”زما ځوئ ابوبكر تاسو نه د خپل دوست مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) په باره كښے تپوس كوي چې هغوئي څنګه دي؟“ (اُمِّ جميل هم اسلام قبول كړے وو او ولے چې هغے ته هم د اسلام پټ ساتلو حكم وو ځكه) هغے اووئيل : زه خو هغوئي نه پيژنم، خو كه تاسو وائے نو زه به تاسو سره ستاسو د ځوئ ليدلو د پاره لاړه شم. دواړه د حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه خوا ته را اورسيدلے. بي بي اُمِّ جميل چې اوليدلو چې هغوئي رَضِیَ الله عَنْه زخمي او ډير كمزورے دے نو پريشانه شوه.، هغوئي رَضِیَ الله عَنْه د هغے نه هم دغه پوښتنه اوكړه چې رسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په څه حال كښے دے؟ هغوئي د هغوئي مور طرف ته اشاره اوكړه چې دا ئے اوري. هغوئي رَضِیَ الله عَنْه اوفرمائيل: د دوئي فِكر مه كوئ تاسو اووائے. هغے اووئيل: خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حفاظت كښے دے او بالكل په خيريت دے. هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ اوفرمائيل: قَسم په خُدائے چې! زه به د هغه وخته پورے نه څه اوخورم او نه به څه اوڅښم، تر څو پورے مے چې پخپله رَسُولُ الله نه وي ليدلے. بهرحال چې كله ټول خلق لاړل نو د هغوئي مور او بي بي اُمِّ جميل هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په دوه كسه ټينګ كړے د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بارګاه ته بوتلو. عاشِقِ اَكبر حضرتِ سيِّدُنا صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ د حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه غيږه چاپيره كړه او په ژړا شو، خوږ نبي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او هلته موجود مسلمانان هُم په ژړا شو ځكه چې د سيِّدُنا صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ حالت ته چا كتلے نه شو. بيا هغوئي رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ خوږ نبي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى