Shan e Mustafa

Book Name:Shan e Mustafa

بستے نه طلب كولو سره سره د دعوتِ اسلامي ويب سائټ باندې هُم لوستلے شئ.

د دې رسالے د مطالعے په بَرَكت به تاسو ته دا معلومات حاصل شي ، * صدائے مدينه څه ته وائي؟ * صدائے مدينه كښې مسلمانانو د پاره دُعا * د صدائے مدينه دُنيوي فائدے * د صدائے مدينه يو څو مَدَني ګلونه * كوڅه كښې د صدائے مدينه لګولو طريقه * د صدائے مدينه مدني سپرلي وغيره وغيره.

اَلْحَمْدُ لِلّٰه * د “ صدائے مدينه “ په بَرَكت د تَهَجُّد د لـمانځه سعادت حاصليدے شي * د صدائے مدينه په بَرَكت د لـمانځه حفاظت كيږي * د “ صدائے مدينه “ په بَرَكت د جُمات وړومبي صَف كښې تكبيرِ اُولٰى سره د سحر د لـمانځه ادا كولو سعادت حاصليدے شي * د “ صدائے مدينه “ په بَرَكت “ د نيكئ دعوت “ وركولو ثواب هم ګټلے شي. * د “ صدائے مدينه “ په بَرَكت د عاشقانِ رسول مَدَني تَحريك دعوتِ اسلامي مشهوري او نيك نامي كيږي *صدائے مدينه “ لګولو والا مسلمانانو ته بيا بيا د حج او خوږے مدينے ليدلو دُعا كوي ، كه الله اوغواړي نو دا دُعاګانې به د هغه په حق كښې هُم قبولې شي.

   *صدائے مدينه “ كښې د پيدل ګرځيدو په وجه به ستاسو صحت هُم ښه كيږي ، دا يوه اضافي فائده ده ، نِيَّت صرف د ثواب پكار دے * د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول كښې مسلمانان د سحر لـمانځه ته راپاڅولو ته “ صدائے مدينه “ لګول وائي او مسلمانان د سحر لـمانځه ته راپاڅول سُنَّتِ مُصطَفىٰ او سُنَّتِ صحابه نه ثابِت دي ، چنانچه

  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ به چې [سحر] جُمات ته راروان وو نو [په لاره راتلو راتلو كښې به ئې] د سحر د لـمانځه د پاره خلق راپاڅول.     (طبقات کبریٰ ، ذکر استخلاف عمر ، ۳ / ۲۶۳مفہوماً)