Book Name:Shan e Mustafa
غَيْرِحَوْلٍ مِّنِّیْ وَلَا قُوَّۃٍ (ترجمه : ټول صِفَتونه الله تعالٰى لره دي چا چې ما ته دا جامې واغوستلـي او زما د طاقت او قُوَّت نه بغير ئې ما ته عطا كړې) نو د هغه تير شوي او راروان ګُناهونه به معاف شي. (شُعَبُ الايمان ج 5 ص181 حديث 6285) * څوك چې د قدرت [يعني وَس لرلو] باوجود ښے جامې اغوستل د تواضُع (يعني د عاجزئ) په طور پريږدي ، الله تعالٰى به هغه ته د کَرامت حُلّه وراغوندي. (ابوداؤد ج٤ ص ٣٢٦ حديث٤٧٧٨) * د حُضُورِ اَكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك لباس به اکثر د سپينې کپړے وو. (کَشْفُ الْاِلْتِباس فِـى اِسْتِحْبَابِ اللِّباس لِلشَّيخ عبدُالحق الدِّهلَوى ص٣٦) * لباس د حلالې ګټې پكار دے او کوم لباس چې د حرامې ګټې نه حاصل شوے وي ، په هغې کښې فرض او نفل يو لـمونځ هم نه قبليږي. (ايضًا ص٤١) * منقول دي : چا چې په ناسته عِمامه اوتړله يا ئې په ولاړه سَراوِيل (يعني پاجامه يا پرتوګ) واغوستو نو الله تعالٰى به هغه په داسې مرض کښې اخته کړي چې د هغې علاج نشته. (ايضًا ص٣٩) * د اغوستلو په وخت کښې د ښي طرف نه شروع کوئ (چې دا سنّت دي) مثلاً چې کُرته [يا قميص] اغوندئ نو مخکښې په ښي لِستونړي کښې ښے لاس داخلوئ بيا ګڅ لاس په ګڅ لِستونړي کښې. (ايضًا ص٤٣) *هم دغسې پاجامه [يا پرتوګ] اغوستلو کښې مخکښې په ښئ پينڅه کښې ښئ ښپه داخلوئ او چې کله (قميص يا پرتوګ) اوباسئ نو د دي برعکس (يعني برخِلاف) کوئ ، يعني د ګڅ طرف نه شروع کوئ. * د دعوتِ اِسلامي د اِشاعتي ادارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د ١١٩٧ صفحو کتاب بهارِشريعت ، جلد ٣ ، صفحه ٤٠٩ کښې دي : سُنَّت دا دي چې د لمَن اوګږدوالے د پنډئ د نيمې پورې او د لِستونړي اوګدوالے زيات نه زيات د ګوتو د پستو سرونو پورې او پلن والے ئې يو لويشت پكار دے. (ردُّالمُحتار ج٩ ص٥٩٧) * سُنَّت دا دي چې د نارينه تهبند يا پاجامه [يعني پرتوګ وغيره] د ګيټئ [يعني پړكو] نه بره وي. (مِراٰة ج٦