Book Name:Nigah e Ghous Azam

اقوال دي، يو قول دا دے چې دا پينځه واړه د اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ تَـعَالٰی اوصاف دي د دې قول مطابق به د دې آيت معنٰی څه جوړيږي؟ هغه مشهور مفسِّر قرآن، حکيم الامت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مواعظِ نعيميه کښې په تفصيل سره ذِکر کړي دي، راځئ چې د دې خلاصه واورو:

(1) وَ الْمُرْسَلٰتِ عُرْفًاۙ(۱)  (قسم په هغې چې مسلسل راليږلے کيږې) يعني د اوليائے کرامو په هغه ډلو قسم کومي به چې مسلسل تر قيامته پورې راليږلے کيږي.

ملومه شوه چې: نبّوت اګر چې ختم شوے دے، خوږ نبي، مکي مدني، آخري نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړے دے، اوس تر قيامته پورې بل نبي نه شي راتلے، البته اوليائے کرام به تر قيامته پورې راځي.([1])

(2)     فَالْعٰصِفٰتِ عَصْفًاۙ(۲) (بيا په هغې چې کومې انتهائي تيزې چليدونکي دي) يعني د دې اوليائے کرامو دا شان دے چې دوئي د مخلوق د زړونو خِيرے، د ګناهونو توروالے وغيره داسې لرې کوي څنګه چې تيزه سيلئ د زمکې نه خزلې او کچره لرې کوي، د اولیائے کرامو د فيضانِ نظر په برکت د عقيدے ګندګي لرې ليږې، اخلاقي ګندګئ لرې کيږي، کردار ورسره صفا کيږي او باطن ورسره ځليږي، دغه شان د اوليائے کرامو د نظرِ کرم په برکت د ظاهري جسم بيماريانې، غم درد، پريشانئ هم لرې کيږي.

(3)    وَّ النّٰشِرٰتِ نَشْرًاۙ(۳) (او په ښو خوريدونکو باندې) يعني د دې اوليائے کرامو دا شان دے چې دوئي کوم طرف ته نظر اوکړي، هغه طرف ته د حق جنډه پورته شي، چې کوم طرف ته تَوجُّه اوفرمائي، هغه طرته د اسلام جنډه پورته شي، د سنّتو سپرلي راشي،


 

 



[1]...مواعظِ نعیمیہ، صفحہ:210-211خلاصۃً۔