Book Name:Nigah e Ghous Azam

بےدينه کلمه اووائي او د ايمان د دولت نه مالامال شي، ايماندارو ته د ايمان خوږوالے او د ايمان نورانيت نصيب شي او د اوليائے کرامو په برکت انسان د انواراتو مجموعه جوړه شي.

(4)   فَالْفٰرِقٰتِ فَرْقًاۙ(۴) (بيا په ښو جُدا کوونکو) يعني د اوليائے کرامو دا ډلې حق او باطل کښې فرق کوونکي دي، اول خو د اوليائے کرامو ذات داسې دے چې د دې په ذريعه په حق او باطل کښې فرق کيږي، ګورئ! حديثِ قُدسي کښې دي: مَنْ عَادٰی لِیْ وَلِیًا اٰذَنْتُہٗ بِالْحَرْبِ څوک چې زما ولي سره دشمني ساتي، زه هغه سره اعلان جنګ کووم. معلومه شوه چې د اوليائے کرامو وجود حق او باطل کښې فرق کوونکے دے، څنګه فرق کوونکے دے؟ داسې فرق کوونکے دے چې څوک دوئي سره مينه لري، يقيناً هغه د حق په لاره دے او څوک چې دوئي سره دشمني لري، هغه هيڅ کله هم د حق په لاره نه شي کيدے، ځکه چې هغه ته خو الله پاک اعلانِ جنګ کړے دے او چا ته چې الله پاک اعلان جنګ اوفرمائي هغه څنګه د جنت په لاره کيدے شي. لهٰذا د اوليائے کرامو وجود په حق او باطل کښې فرق کوونکے دے. بيا د اوليائے کرامو دا شان دے چې دوئي په کوم طرف ځي، کوم طرف ته چې نظر کوي [هغه طرف ته] د حق جنډه پورته کيږې، د باطل خُله د خاورو ډکه کړي او په حق او باطل کښې فرق کوي.([1])

(5) فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ(۵)   (بيا په ذِکر اِلقا کوونکو باندې) يعني اوليائے کرام هغه دي چې [د بندګانو] زړه ته ذِکر الٰهِي کوزوي، د اوليائے کرامو تَوجُّه او نظرِ کرم چې اُوشي نو ذِکرالله صرف په ژبه نه پاتې کيږي بلکه زړه کښې راسخ کيږي، بيا بنده ته د لمُونځونو


 

 



[1]...مواعظِ نعیمیہ، صفحہ:212-215خلاصۃً۔