Mout Ki Yaad Kay Fawaid

Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې حضور نبي پاک، صاحِبِ لولاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مرګ ډير زيات يادوئ ځکه چې هغه ګناهونه لرې کوي او د دُنيا سره بے رغبتي پيدا کوي ([1]) * حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ ته يو بزرګ دا خبره اوکړه چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو کَس ته دا وصيت اوکړو چې تۀ مرګ ډير زيات يادوه، هغه به تا د نورو غمونو نه آزاد کړي۔ ([2]) * حضرت دَقَّاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې مرګ ډير زيات يادوي هغه د 3 خبرو په ذريعه عزت بيامومي: (1): د هغه د توبې توفيق زر نصيب کيږي (2): د هغه د قناعت دولت نصيب کيږي او (3): په عبادت کښې ئې تکړه توب نصيب کيږي۔ نور ئې اوفرمائيل: او چا چې مرګ هير کړو هغه په 3 خبرو کښې ګيرولے شي: (1): د توبې د ځنډ (2): د ضرورت مطابق په رزق باندې نه رضا کيدل او (3): په عبادت کښې سستي ([3]) * حضرت کَعبُ الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې مرګ اوپيژني په هغه باندې د دُنيا غمونه او مصيبتونه آسان شي ([4]) * او حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې د مرګ ياد په زړه کښې دِيره کړو نو د دُنيا ټول مصيبتونه به په هغه باندې آسان شي ([5]) * يوې زنانه د اُمُّ المؤِنين حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها په بارګاه کښې د زړه د سختئ شکايت اوکړو نو هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْها اوفرمائيل: مرګ ډير زيات يادوه ستا زړه به نرم شي  ([6]) * حضرت امام حسن


 

 



[1]... التذکرہ للقرطبی، باب ذکر الموت و الاستعداد لہ،  صفحہ:7۔

[2]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، الشکر للہ عزوجل، جلد:1، حدیث :165۔

[3]... التذکرہ للقرطبی، باب ذکر الموت و الاستعداد لہ، صفحہ:9۔

[4]... حلیۃ الاولیاء، جلد:6، صفحہ:43، رقم:7727۔

[5]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب ذکر الموت، جلد:5، صفحہ:432، حدیث:129۔

[6]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب ذکر الموت، جلد:5، صفحہ:442، حدیث:156۔