Mout Ki Yaad Kay Fawaid

Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

مشغول وو * اوږده اوږده اُميدونه ئې تړلي وو * د دنيا د تعليم په ذريعه ئې د مستقبل د بهترئ د پاره کوشش کولو او * د داسې کارونو په تدبير کښې اخته وو کوم چې کيدے شي په ډيرو کلونو کښې هم ممکن کيدے نشي * د دنيا د کاروبار د پاره هغوئي قِسما قِسم تکليفونه او خوارئ برداشت کولې هغوئي هم صِرف د دې دُنيا د پاره په کوششونو کښې مصروف وو، د دې تجمل [عياشي] د هغوئي خوښه وه او د دې آرام هغوئي ته ګران وو، هغوئي داسې ژوند تيرولو لکه چې هغوئي به هډو مړه کيږي هم نه۔ هم دغسې هغوئي د مرګ نه غافِله په خوشحالو کښې مست او په لوبو تماشو کښې مشغول وو، د هغوئي کفنونه بازار ته راغلي وو خو هغوئي د دې نه نا خبره د دُنيا په رنګينو کښې ورَک وو، آه! د دې نا خبرئ په حالت کښې هغوئي يو دَم مرګ ګير کړل او هغوئي قبرونو ته اورسولے شول، د هغوئي مور پلار د غم نه بے حاله شول، د هغوئې ښځې بے حاله شولې، د هغوئي بچي په سلګو سلګو پاتې شول، د مستقبل ښکلي خوبونه ئې اوبو يوړل، اُميدونه ئې د خاورو د لاندې شول ، د هغوئي کارونه نيمګړي پاتې شول، د دُنيا د پاره د هغوئي ټولې خوارئ ضائع شوې، وارثانو د هغوئي مال تقسيم کړو او ښه په مزو ئې خوري او هغوئي ئې هير کړي دي۔ د دې خيال نه پس اوس د هغوئي د قبر د حالاتو په باره کښې غور اوکړئ چې د هغوئي بدنونه به څنګه خراب شوي وي، آه! د هغوئي ښکلي مخونه به څنګه مسخ شوي وي، هغوئي چې به خندل نو د خُلې نه به ئې ګلونه دوړيدل خو آه! اوس به د هغوئي هغه پړقيدونکي ښکلي غاښونه غورځيدلي وي او په خُله کښې به ئې نَوونه شوي وي، د هغوئي غټې غټې ښکلې سترګې به په مخونو رابهيدلې وي، د هغوئي د ريښمو په شان ويښته به ريژيدلي وي او په قبر کښې به خواره واره شوي وي، د