Mout Ki Yaad Kay Fawaid

Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

هغوئي نرمو اوږدو ښکلو پوزو ته به چينجي ننوتي وي، د هغوئي د ګلاب د پاڼو په شان نرئ نرئ نازکې شونډې به چينجي خوري، د ځلمو د رشک قابل طاقت ور ورزش والا بدنونه به په خاورو کښې ګَډ شوي وي۔ د هغوئي ټول جوړونه به بيل بيل شوي وي۔ د دې خيال کولو نه پس دا سوچ اوکړئ چې آه! دغه حال ډير زر زما هم کيدونکے دے، زما به هم ځنکدن وي، سترګې به مې د چهت په لور وي، خپل خپلوان به مې راجمع شوي وي، مور به مې: زما بچے! زما بچے! وائي، پلار به ماته: د ځويه! ځويه! آوازونه کوي، خوئيندې به د وروره! وروره! چغې وهي، مينه وال به شور او غوغا او ژړا کوي، بيا به د دې ژړا انګولا په ډَک ماحول کښې زما نه رُوح اخستلے شي، څوک به راوړاندې شي او زما سترګې به پټې کړي، په ما به کپړه راواچولے شي، د خپلوانو د ژړا انګولا سره به د غم تندر راغورځيدلے وي، بيا به غسل راکولو والا را اوغوښتلے شي، ما به د غسل په تخته باندې سملولے شي او غسل به راکولے شي او کفن به راته اچولے شي، د چغو او سورو په شور کښې به د دې کور نه زما جنازه اوچتولے شي په کوم کور کښې چې ما ټول عمر تير کړو، تر پرونه پورې چې به چا زما نازونه وړل نن به هغوئي زما جنازه اوچتوي او هديرې ته به مې وړي، بيا به ما قبر ته کوزولے شي او زما خپل خپلوان به په خپلو لاسونو باندې په ما باندې خاوره اړوي، آه! بيا به ما د قبر په تيارو کښې يواځې پريږدي او ټول به رانه واپس لاړ شي۔ ما له د دلاسې راکولو د پاره به څوک هم هلته نه پاتې کيږي، هئ! هئ! بيا به په قبر کښې زما وجود خرابيدل شروع شي۔ چينجي به د دې خوراک شروع کړي، هغه چينجي پته نه لګي چې وړومبے به زما ښئ سترګه خوري که ګَسه سترګه، زما ژبه به وړومبے خوري که شونډې۔ هئ! هئ! زما په