Kalima Taiyiba Ki Barkat

Book Name:Kalima Taiyiba Ki Barkat

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د  دُرُودِ پاك فضيلت

فَقِهُ العصر [يعني د خپل وخت لوئي عالم] حضرت علّامه مفتي محمد امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چا چې د درودِ پاک په فضيلت باندې د زمانې مشهور کتاب آبِ کوثَر ليکلے دے، هغوئي فرمائي: چې يو ځل د پيپلز کالونئ (فيصل آباد، پنجاب) نه يو سَيِّد صاحب د چا نوم چې سيد رياص وو، زما خوا له ئې تشريف راوړو او اوئې وئيل: زما کاروبار وو، ټول په ټَپه اودريدو، اوس په ما په لکونو روپئ قرض دے، اوس ډير پريشانه يم، څه حل ئې راته اوښائيئ!

مفتي امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما سَيِّد صاحب ته د درودِ پاک په فضيلت ليکلے کتاب آبِ کوثَر ورکړو او اومې وئيل: سَيِّد صاحب! تاسو دا کتاب اولولئ! او د دې مطابق عمل اوکړئ! د دې په برکت به ستاسو ډيرې مسئلې حل شي۔

سَيِّد صاحب کتاب واخستو او لاړلو بيا ئې تقريباً 6 مياشتې پس بيا تشريف راوړلو، دا ځل ډير خوشحاله وو، په مخ ئې د خوشحالئ