Book Name:Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna
اے عاشقانِ رَسُول! د ښو ښو نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړو: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجُّه سره به بيان اورم * څه چې اورم، د هغې د يادولو، په هغې د عمل کولو او نورو ته د رسولو کوشش به کووم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
حضرت نجاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې د حبشه بادشاه وو، او هغوئي د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهري ژوند کښې د کلمې لوستلو سعادت حاصل کړے وو، هغۀ پخپله خو په څه سبب په بارګاهِ رسالت کښې حاضر نه شو، البته يو ځل ئې د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې د 70 کسانو يوه ډله را اوليږله، هغه خلق چې کله په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شول نو د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي په وړاندې د سورۀ ياسين شريف تِلاوت اوفرمائيلو. هغوئي چې کله د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې نه د رُبُّ العالمين کلام واوريدو نو هغوئي ډير ډير اوژړل. د سوز نه داسې ډک تلاوت او اثرناکه کلام ئې چې واوريدو نو د هغوئي سينې روښانه شوې او هغوئي ټولو کلمه اولوستله او مسلمانان شول.([1])
کله چې هغه خوش قِسمتو حضراتو د صحابيت درجه حاصله کړه او واپس حبشه