اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein

Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاك فضيلت

د حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عَوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: يوه ورځ د نبيانو سردار، د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دولت خانې (يعني د کور مبارک) نه بهر تشريف راوړلو او يو باغ طرف ته روان شولو، حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې اوليدلو نو [هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ورپسې هم] وروستو وروستو روان شول، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باغ ته لاړل، قبلے طرف ته ئې مخ کړلو او سر ئې په سجده کيښودلو، حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لرې ولاړ وو او کتل ئې، فرمائي: د بے وَسو مددګار، سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره اوګږده سجده اوکړله، تر دې پورې چې زما سره انديښنه شوه چې هسې نه د سجدې په حالت کښې الله پاک [د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] رُوح مبارک قبض کړے نه وي، دا خيال چې مې اوکړو او وړاندې راغلم، زما د قدمونو آواز ئې چې واوريدلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مبارک د سجدې نه رااوچت کړلو، پوښتنه ئې اوکړله: څوک ئې؟ ما عرض اوکړو: حُضور! عَبدُ الرَّحمان. اوئې فرمائيل: څه کار دې دے؟ ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو دومره اوګږده سجده اوکړله، چې