Book Name:Ala Hazrat Aur Aqidah Khatm e Nubuwwat
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د زيات درود شريف لوستلو بے شميره فضيلتونه او برکتونه دي، د دې په برکت سره مشکلات حل کيږي، په رزق کښې برکت راځي، تنګدستي لرې کيږي، د دُنيا او آخرت خيرونه نصيب کيږي، په ځنکدن کښې، په قبر کښې، په حشر کښې، په پلِ صِراط باندې آسانئ ميلاويږي، الغرض: د دُنيا او د آخرت خيرونه په درودِ پاک کښې کيښودے شوي دي، ځکه مونږ له پکار دي چې ډير زيات درود شريف وايو.
سيدي اعلٰی حضرت امامِ اهلسنت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰی شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به داسې درود شريف لوستلو:
اَللّٰـہُـمَّ اجْـعَـلْ شَـرَائِـفَ صَلَـوٰتِـکَ وَ نَوَامِـیَ بَـرَکَاتِـکَ وَ رَأْفَۃَ تَـحَنُّـنِـکَ
عَلٰـی مُــحَـمَّـدٍ عَبْدِکَ وَ رَسُوْلِکَ الْخَاتَمِ لِمَاسَبَقَ وَ الْفَاتِح لِمَا اَغْـلَـقَ
ترجَمه: اے الله پاکه! خپل بهترين درودونه، زياتيدونکي برکتونه او رحمتونه نازل کړې په خپل محبوب نبـي حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کوم چې ستا بنده او رسول دے، د تيرو نبيانو