Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
د حضرت وَهب بن مُنبّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے، په بني اسرائيلو کښې يو کَس وو، الله پاک هغه له 200 کاله ژوند ورکړو خو افسوس! هغه دا دومره اوګږد ژوند د الله پاک په نافرمانو کښې تير کړو.
(د هغه د ډيرو ګناهونو په وجه به بني اسرائيلو د هغه نه نفرت کولو،) هم په دغه حالت کښې چې کله هغه وفات شو نو خلقو (نۀ هغه له غسل ورکړو، نه ئې ورته کفن واچولو، نۀ ئې ورله جنازه اوکړه بلکه) د هغه مړے ئې په راښکلو راښکلو د کچرے په ډيران کښې اوغورزولو.
دلته بنـي اسرائيلو دا انداز اختيار کړو، هلته رَبِّ کائنات حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي راوليږله (او اوئې فرمائيل چې اے موسٰی! زمونږه يو بنده وفات شوے دے) تاسو هغه له غسل ورکړئ، هغه ته کفن واچوئ، د هغه جنازه اوکړئ او دفن [يعنې خخ] ئې کړئ! (د الله پاک په حکم ميلاويدو باندې حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام هغه ځائے ته لاړلو، د بني اسرائيلو نه ئې د هغه په باره