Book Name:Musalman Ke 3 Huqooq
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه.
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د مسلمانانو 3 حقونه (دريم قسط) ښودلے شي او دُعائے مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به يادولے شي. پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان: د قيامت په ورځ به په خلقو کښې ما ته د ټولو نه زيات نزدې هغه کس وي چا چې په دنيا کښې په ما باندې زيات درودِ پاک وئيلي وي. ([1])
صَــلُّــوْا عَـلَـی الْـحَــبِـيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مسلمانانو 3 حقوق )دريم قسط(
آيت مبارک:
الله پاک فرمائيلي دي:
وَ كَذٰلِكَ اَخْذُ رَبِّكَ اِذَاۤ اَخَذَ الْقُرٰى وَ هِیَ ظَالِمَةٌؕ-اِنَّ اَخْذَهٗۤ اَلِیْمٌ شَدِیْدٌ(۱۰۲) (پارہ:12،ھود:102)
[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: : او ستا د رب نيول هُم دغسې وي چې کله هغه استوګنې [آبادئ] نيسي چې د هغې استوګنې والا ظالـمان وي، بيشکه د هغه نيول ډير سخت دردناک دي