Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ  وَ الـصَّـلٰـوۃُ  وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی  خَاتَمِ النَّبِیِّيْنط

اَمَّا بَـعْدُ  فَـاَعُوْذُ  بِـالـلّٰـهِ  مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط    بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط

 وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه                                                                                اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه                                                                                             اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې ډير لوئي عالِم، فاضِل، مُحدِّث او لوئي وَلِيُّ الله تير شوے دے۔ هغوئي فرمائي: يو ځل زما د حَج سعادت نصيب شو، ما د طواف کولو پۀ وخت يو زلمے وليدلو، هغۀ د طواف د نورو دعاګانو پۀ ځائے صرف درودِ پاک لوستلو، ما ترينه پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: تۀ صرف دُرودِ پاک ولې لولې، نورې دعاګانې هم شته ، هغه ولې نۀ لولې۔۔۔؟ هٰغه زلمي خو زما نه وړومبے د نوم پوښتنه وکړه او بيا يـې خپله واقعه بيان کړه او اوئې وئيل: زۀ او زما والد صاحب د حج د پاره راروان شو، په سفر کښي  پۀ يو ځائے کښې زما والد صاحب سخت بيمار شو، نو مونږه هلته ايسار شو او علاج وغيره مو شروع کړو خو

مرض بڑھتا گیا جُوں جُوں دوا کی

د والِد صاحب اخري وخت راغلے وو، ځکه پرې دوايۍ هيڅ اَثر ونکړو، اخر مې والدِ محترم وفات شو۔ وړومبے خو د سفر مشکلات، بيا د والد صاحب غم۔۔۔!! د دې سره سره يو بَل مشکل دا راپيښ شو چې څنګه مې والد صاحب وفات شو نو ورسره د هغوئي مخ هم تَک تور شو۔ زۀ ډير پريشانه ووم، زړۀ مې ډير غمژن وو، پۀ دې پريشانۍ کښې زما