Apni Islah Ka Nuskha

Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

وِيشت زره او پينځه سوه (21500) ورځې جوړې شوے. د هغوئي د خُلے نه يوه چغه اُووتله او اُوئې فرمائىل: هائے افسوس! كه ما هره ورځ يوه يوه ګُناه كړي وي نو زه به بادشاهِ حقيقي [الله تعالٰى] سره د يو وِيشت زره او پينځه سوه (21500) ګناهونو سره ملاقات كووم او كه هره ورځ را نه لس زره ګناهونه شوي وي نو زما به څه حال وي، چه دا سوچ ئې اوكړو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه باندې دَوره راغله او په زمكه راپريوتلو او د بدن نه ئې ساه اوختله. [د هغوئي د وفات نه پس] خلقو يو آواز واوريدو: ”اے بنده! فِردَوسِ اَعلٰى طرف ته لاړ شه.“ (احیاء العلوم،کتاب المراقبۃ والمحاسبۃ، بیان حقیقۃ المحاسبۃ بعد العمل، ۵/۱۳۹)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا ګُمان خو هډو كيدے نه شي چه ګنې حضرت سَىِدُنا تَوبه بِن صِمّه رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه به ګناهونو كښې اخته اوسيدلے وي، يقيناً د هغوئي پاكيزه ژوند به د ګناهونو نه ډير لرې وو خو پكار ده چه د دې حِكايت نه مونږ په خپل حالت باندې غور اوكړو. يقيناً زمونږه حالت خو دا دے چه يوه ورځ كښې يوه نه بلكه په درزنو درزنو بلكه په سوونو ګناهونه به كوو ځكه چه بدقسمتئ سره نن قدم په قدم د ګناهونو موقعے موجودي دي. پخوا به چه بنده تنهائي اختيار كړه نو ګناهونو نه به بچ كيدو كښې كاميابيدے شو خو اوس د موبائل په صورت كښې ګناهونو نه د بچ كيدو تنهائي به هُم يو نيم كس ته نصيب كيدے شي. كه ټوله ورځ كښې كيدونكي ګناهونو له د خپل ژوند د ورځو شمير سره ضرب وركړو نو شائد چه شمير به ئې لكونو ته اورسيږي. سوچ اوكړئ! دومره بيشميره ګناهونو سره به مونږه د الله تعالٰى په بارګاه كښې څنګه پيش كيږو. نو اوس وخت دے ځكه مونږ ته پكار دي چه سمدستي په رښتيني توبه اوكړو او آئنده د پاره د  ګناهونو نه د بچ كيدو پخه اراده اوكړو. كاش چه مونږ ته هره ورځ د اُوده كيدو نه مخكښې د ټولے ورځے اعمالو باندې د غور و فِكر كولو توفيق هُم نصيب شي.