Book Name:Achi Aur Buri Mout
السَّلام او زمونږ په مرګ كښې د زمكې او آسمان فرق دے، اعلٰى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
انبیاء کو بھی اَجَل آنی ہے مگر ایسی کہ فَقط آنی ہے([1])
يعنې يقيناً د انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام په بارګاه كښې هُم مرګ حاضر شوے دے خو د هغوئي عَلَيْهِمُ السَّلام مرګ صرف د يو ساعت د پاره وي، د هغې نه پس هغوئي عَلَيْهِمُ السَّلام ته د مخكښې په شان ژوند عطا کړے شي.
په قرآنِ مجيد كښې ارشاد دے:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىٕقَةُ الْمَوْتِ- (پارہ21،سورۂ عنکبوت:57)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: هر نفس به د مرګ خوند څَکِي۔
دا خبره مونږ ته معلومه ده، او منو ئې هُم، په دې يقين هُم ساتو، خو زمونږ د ژوند انداز داسې دے لکه مونږه به چې هميشه په دې دُنيا كښې اوسيږو. اِمام حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل مُلكِ رُوم ته تشريف يوړلو، هلته ئې يوه عجيبه نظاره اوليدله، په ځنګل كښې يو ځائے کښې د اعلٰى قسم ريښمنو خيمه جوړه ده او د خيمې نه چاپيره وسله په لاس فوجيان ولاړ دي، هغه فوجيانو په خپله ژبه كښې څه اووئيل او لاړل، بيا د مُلك غټ غټ علماء و مشائخ راغلل، هغوئي هم د خيمے خوا ته اودريدل څه ئې اووئيل او لاړل، بيا د مُلك غټ غټ حكيمان، طبيبان او ډاكټران راغلل، هغوئي هم د خيمے خوا ته اودريدل څه ئې اووئيل، او بيا لاړل، بيا بادشاه او وزيران راغلل، هغوئي هم لږ ساعت د خيمے خوا ته حصار شو څه ئې اووئيل او لاړل. اِمام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما چې دا هر څه اوليدل نو ډير حيران شوم، د چا نه مې تپوس