Achi Aur Buri Mout

Book Name:Achi Aur Buri Mout

دي، خو که په حقيقت كښې اوګورئ نو زمونږ د مرګ وخت، زمونږ د پيدا كيدو نه هم مخكښې مقرر شوے دے، چې چا ته به، په كوم كال، كومه مياشت، كومه ورځ، كوم وخت، كوم ساعت، په كوم حال كښې په كوم ځائے کښې مرګ راځي. الله پاك دا ټول ليکلي دي، ګورئ مونږ چې چرته تعزيت [د مړي دُعا] د پاره لاړ شو نو مونږه داسې وايُو: بس څه چې د الله پاك حكم دے، څنګه چې د الله پاك خوښه وي، چې مرګ راشي نو څوک ئې نه شي حصارولے، ټول به په نمبر نمبر د دې دُنيا نه ځو. خو د دې باوُجود مونږه ځان ته د دروغو د تَسَلئ وركولو كوشش كوو، مَثَلًا چې، د فلاني کوليسټرول زيات شوي وو، د فلاني شوګر زيات شوے وو، فلانے بيمار وو، او زه خو روغ جوړ يم څه داسې مسئله راته نشته، فلانكي به ګاډے ډير تيز چلولو ځکه ئې حادثه اوشوه، زه خو په ډير احتياط ګاډے چلووم وغيره.

 آه مرګ صرف بيمارانو او بوډاګانو د پاره نه دے، مرګ ځوانانو له هم بلكه ماشومانو له هم راځي، مرګ صحت مندو له هم راځي، مرګ صرف كمزورو له نه، طاقتورو له هم راځي، مرګ صرف غريبانو له نه مالدارانو له هُم راځي. 

موت آئی پہلواں بھی چل دئیے         خوبصورت نوجواں بھی چل دئیے

نَرْم بستر گھر پہ ہی رِہ جائیں گے                تجھ کو فرشِ خاک پر دفنائیں گے

گھپ اندھیری قبر میں جب جائے گا            بے عمل! بے انتہا گھبرائے گا

کر لے توبہ رَبّ کی رحمت ہے بڑی            قبر میں ورنہ سزا ہو گی کڑی([1])

 

مرګ ځان سره يوړل لوئي لوئي پهلوانان    يوړلو ئې ځان سره خائسته خائسته ځوانان

نرمې بسترے به دِ پاتې شي په کور کښې        تا به يو ورځ واچوي د تورو تِيارو ګور کښې


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:711-712۔