Book Name:Achi Aur Buri Mout
اوكړو چې دا څه مُعَامَله ده؟ يو کس اووئيل: د بادشاه ډير ښكلے ښائسته ځلمے ځوئ وو، هغه وفات شوے وو، هغه په دې خيمه كښې خخ دے، هر كال چې كله د هغه د وفات ورځ راشي نو دا ټول خلق دلته را جمع كيږي، اوَّل فوجيان د خيمے خوا ته راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! كه د جنګ په ذريعه د مرګ نه بچ کول كيدے شوے نو مونږ به ته بچ كړے وے، بيا علماء راشي او وائي: اے د بادشاه ځويه! كه د علم په ذريعه مرګ حصاريدے شوے نو مونږه به ضرور ته بچ كړے وے، بيا ډاكټران راشي او وائي: اے د بادشاه ځويه! كه د مرګ علاج کيدے شوے نومونږه به ضرور ستا علاج كړے وے، بيا په آخره كښې بادشاه او وزيران راشي، او وائي: اے بچيه! مونږه ستا د بچ كيدلو ډير كوشش اوكړو خو مرګ څوك نه شي حصارولے؟ اوس د راروان كاله پورې دِ په تا زمونږ سلام وي.
اِمام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كله دا واوريدل نو پوخ نيت ئې اوكړو چې نور به په ژوند کښې کله هُم اُونه خاندم او تر څو پورې چې په دُنيا كښې يم د آخرت په سوچ كښې به مصروفه اوسم. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(2) دغه شان مونږ ته دا معلومه ده او دا منو هُم چې مرګ د اسبابو محتاجه نه دے، مرګ خو د الله پاك په حكم راځي، مرګ څه نوے څيز نه دے، مونږ که په خپل ګُمان سوچ اوکړو نو مرګ ناڅاپه هُم راځي، ښه صحت مند انسان ته په ناسته ناسته هارټ اټيك اوشي او مړ شي، د سفر په دوران كښې ناڅاپه ايكسيډنټ اوشي او بنده د مرګ غيږې ته اورسي، دا ناڅاپه مرګ دے، د مرګ ناڅاپه راتلل زمونږ په سوچ