Book Name:Achi Aur Buri Mout
نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي كولو هر وخت كوشش كوي، هغه ته به په ښه حال كښې مرګ راځي، د قبر و آخرت په مُعاملاتو كښې به ورته آساني وي او د الله پاك رحمت، د هغه د محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت به ورته په آخرت كښې حاصل شي او جنت ته به داخل شي. الله پاك ارشاد فرمائى:
اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ(۳۰) (پارہ24،سورۃحم السجدۃ:30)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه كومو کسانو چې اووئيل: زمونږه ربّ الله دے بيا په دې باندې ثابت قدم پاتې شو، په هغوئي باندې فرښتے نازليږي (او وائي) چې تاسو مه ويريږئ، مه غم كوئ او په هغه جنَّت باندې خوشحاله شئ د كوم به چې تاسو سره وعده كيدله.
د اِبنِ عساكِر روايت دے: چې كله د حضرت ابو عبدُ الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم وفات شو او هغوئي ئې د غُسل د پاره په تخته څملولو نو هغوئي اوخندل، خلق په شك كښې شو چې كيدے شي دوئى ژوندے دے، طبيب [حکيم] ئې راوستلو، هغه ئې ښه مُعائنه اوکړه او اوئې وئيل: واقعي دا وفات شوے دے. چې كله ئې بيا د غُسل د پاره په تخته څملولو نو بيا ئې اوخندل، يو څو ځله چې داسې اوشو نو آخر مشهور باكرامته ولي، حضرت فضل حسين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي ته غُسل وركړو او د جنازے د لـمانځه امامت ئې اوكړو او خخ ئې كړلو. ([1])
حضرتِ سَيِّدُنا ثابِت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ يو ځل قُرآنِ پاك ختمولو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هميشه روژه نيوله او ټوله شپه به ئې عبادت كولو، په كوم جُمات به چه تيريدلو