Book Name:Achi Aur Buri Mout
به په يو د پاسه د سكروټو صندوق رازوړند وي، دويم به خپلې كولـمې راښكاږي، د دريم د خُلې نه به نَوونه او وينه بهيږي او څلورم به خپله غوښه خوري. په هغوئي كښې وړومبے كس د چا په سر به چې د سكروټو صندوق رازوړند وي، د هغه په باره كښې به جهنميان وائي: په دې بدبخته څه شوي دي؟ ده خو زمونږ تكليف زيات کړے دے، هغه بدنصيبه كس به جواب وركړي: زه په دې حال كښې مړ شوے ووم چې زما په سر باندې د خلقو د مالونو بوج (يعنې قرض) وو. دويم كس كوم چې به خپلې كولـمې راښكاږي، د هغه مُتَعَلِّق به جهنميان وائي: د دې بدبخته څه مُعامَله ده چې دا هُم زمونږه تكليف زياتوي؟ هغه بدنصيبه به اووائي: ما به خپلې جامے د وړو بَولو [يعنې تشو متيازو] نه نه بچ كولې. دغه شان به جَهنَّميان د دريم كس مُتَعَلِّق خبره اوکړي، دا هغه دے د چا د خُلې نه به چه وينه او نَـوونه بهيږي، دا به اووائي: ما به بدو خبرو ته تَوَجُّه كوله او خوند به مې ترينه اخستلو. څلورم كس كوم چې خپله غوښه خوړله، هغه به وائي: ما به د غيبَت كولو په ذريعه د خلقو غوښه خوړله او چُغلي به مې كوله. ([1])
نفس یہ کیا ظُلْم ہے، جب دیکھو تازہ جُرْم ہے ناتواں کے سَر پہ اتنا بوجھ بھاری واہ واہ
يعنې اے نفسه! دا څه ظُلم كوے چې هر وخت په ګناهونو كښې مصروفه ئې، زه كمزورے يم، ته په ما باندې دومره بوج ولے اچوے.
اے عاشقانِ رسول! مرګ څه وخت هُم راتلے شي، فوراً د ګناهونو نه توبه اوكړئ، نيكي كولو او د مرګ نه پس راتلونكي ژوند د پاره تياري شروع كړئ چې كوم كس په نيكو كښې مصروفه اوسي، د مرګ او قبر په باره كښې ويريږي، د الله پاك او د خوږ