Book Name:Achi Aur Buri Mout
حالت به وي؟ الله پاك ارشاد فرمائي:
قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ اللّٰهِؕ-حَتّٰۤى اِذَا جَآءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوْا یٰحَسْرَتَنَا عَلٰى مَا فَرَّطْنَا فِیْهَاۙ-وَ هُمْ یَحْمِلُوْنَ اَوْزَارَهُمْ عَلٰى ظُهُوْرِهِمْؕ-اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ(۳۱) (پارہ7،سورۃالانعام:31)
مفهوم ترجمہ کنز العرفان: بيشكه هغه خلقو نقصان اوچت كړو چا چې د خپل ربّ سره ملاقات دروغ اوګنړلو، تر دې چې كله په هغوئى باندې ناڅاپه قيامت راشي، نو وائي به: هائے افسوس دے په دې باندې چې مونږه د دې په منلو كښې کوتاهي اوکړه، او هغوئي به د ګناهونو بوج په خپلو شاګانو اوچت كړے وي، خبردار! هغوئى څومره بد بوج اوچت كړے دے.
په حديثِ پاك كښې دي: كافِر چې كله د قبر نه را اُوځي نو د هغه مخې ته به يو بدبوداره ويروونكے شکل راشي، هغه به وائي: ته ما پيژنې؟ كافِر به وائي: نه. هغه ويروونكے شکل به وائي: زه ستا خبيث عمل يم، په دُنيا کښې به ته په ما سور وے، نن به زه په تا سوريږم او تا به په مخلوق کښې رُسوا کووم، بيا به په هغه سور شي.([1])
علماء فرمائي: په قيامت كښې به د كافر دا حال وي خو په دُنيا كښې كيدونكي بد اعمال د مسلمان د پاره هم د آخرت د نقصان سبب كيدے شي، په حديثِ پاك كښې دي: رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څلور کسان داسې دي چې هغوئي به د دوزخيانو په تكليف كښې د زياتوالي سبب جوړيږي او هغوئي به د خوټکيدلو اوبو او اور په مينځ كښې منډې وهي او هلاكت او تباهي به غواړي، په هغوئي كښې