Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj
غرق كيدو، اِيمان د ټولو نه لوئ دولت دے، دا نايابه [يعنې ډىر قيمتي] دولت انسان ته نصيب وي خو د دې باوُجود خلق خپلې ظاهري غريبئ ته ګوري او په دې وجه په احساسِ كمترئ كښې اخته شي.
كاش چې مونږه هم د الله پاك مونږ ته عطا كړي نِعمتونه ياد ساتونكي جوړ شو. يقين اوكړئ! څومره چې مونږه د خپلې محرومئ په باره کښې سوچ كوو که هُم دومره سوچ د الله پاك په راعطا كړو نِعمتونو باندې اوکړو نو د محرومئ احساس به مو پخپله ختم شي. كه تاسو د اطمينان، سُكون او خوشحالئ نه ډك ژوند تيرول غواړئ نو د الله پاك عطا كړي نِعمتونه په تَوَجُّه كښې د ساتلو عادت جوړ كړئ. دا سوچ مه کوئ چې ما ته څه نه دي راکړے شوي بلکه د دې په ځائے دا سوچ کوئ چې ما ته څه څه راکړے شوي دي، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! غمونه به مو ختم شي.
په سيپاره 13 سورۀ اِبراهيم آيت نمبر7 كښې ارشاد دے:
وَ اِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُمْ وَ لَىٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِیْ لَشَدِیْدٌ(۷) (پارہ13،سورۃابراهیم:7)
مفهوم ترجمۂ کَنْز الايمان: او ياد كړئ چې كله ستاسو ربّ واورول چې كه احسان اومنئ نو زه به تاسو ته نور [نعمتونه] دركړم او كه ناشكري اوكړئ نو زما عذاب سخت دے.
په تفسیر صِراطُ الجنان كښې د دې آیت لاندې ليك دي: معلومه شوه چې د شُكر سره نِعمَت زياتيږي، د شُكر حقيقت دا دے چې بنده د نِعمَت وركوونكي د نِعمَت د