Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj
نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته اوفرمائيل: آيا په تاسو كښې څوك هره ورځ د اُحد د غر همره عمل كولو طاقت لري؟ صحابه عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هره ورځ د اُحد د غر همره عمل كولو طاقت څوك لرلے شي؟ اوئې فرمائيل: تاسو ټول طاقت لرئ. عرض اوكړے شو: څنګه؟ اوئې فرمائيل: اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وئيل د اُحد د غر نه زيات عظمَت والا دي.[1] * د حضرت ابُو مالِک اشعري رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وئيل ميزان ډكوي.[2] يعنې د اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وئيلو دومره ثواب دے چې په ورځ د قيامت چې كله دا ثواب په ميزان كښې كيښودے شي نو ميزان به ترينه ډك شي.[3]
الله پاك دِ مونږ ته په كثرت سره د شُكر ادا كولو او د اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وئيلو په ذريعه خپله ژبه د مشغوله ساتلو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په احساسِ كمترئ كښې د مبتلا کيدلو يوه غټه او اهمه وجه خپل ځان نه پيژندل هم دي. عام طور په احساسِ كمترئ كښې هغه خلق مبتلا کيږي څوک چې خپل صلاحيتونه نه پيژني، د هغوئي د ژوند څه واضحه مقصد