Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

او اوئې وئيل: مسعوده! پاڅه! چې سيل له لاړ شو. عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته په جواب كښې اووئيل: زه د سيل د پاره نه يم پيدا شوے، هسې هُم د دومره سبق يادولو باوُجود په څه نه پوهيږم نو بيا په سيل کولو كښې خپل وخت ولے برباد كړم؟ دا ئې چې واوريدل نو هغه ناشنا كس لاړو، لږ ساعت پس بيا هغه كس راغے، او بيا ئې سيل له د تللو دعوت وركړو، هغوئي بيا هُم هغه شان جواب وركړو، لږ ساعت پس دریم ځل بيا هغه كس راغے او دا ځل هغه اووئيل: تاسو د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غواړي. چې دا ئې څنګه واوريدل نو د عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بدن په لړزان شو او ښپے ابله ښپے ئې د ديدارِ محبوب د پاره ورمنډې کړې. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښار نه بهر د يو خوش نصيبه ونې لاندې تشريف فرما وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوليدلو نو مُسكے شولو او اوئې فرمائيل: زمونږه په بيا بيا رابللو هُم ته رانغلې؟ عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ډيره عاجزئ عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته معلومه نه وه چې تاسو مې غواړئ؟ تاسو ته خو زما د كم ذِهنئ علم دے، يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه ستاسو په بارګاه كښې د شِفاء طلبګار يم. د عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرياد ئې چې واوريدلو نو د رحمت دریاب په جوش كښې راغلو او خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خپله خُله بيرته كړه! عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپله خُله بيرته كړه نو سركارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل لُعاب مبارك د هغوئي په خُله كښې واچول او دُعا ئې ورته هم اوكړه.

    په دويمه ورځ چې كله عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جماعت ته را اورسيدلو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سبق په دوران كښې د اُستاذ صاحب نه يو څو علمي سوالونه اوكړل. د