Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
شي، څوک چې د هر بے خبره خبر لرونکے دے، په هغوئي دې درود او سلام وي.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د اعمالو دار او مدار په نيتونو دے. ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! ښه نيت بنده جنّت ته رَسَوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * ټول بيان به اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
يوه فقهي مسئله ده، کومې ته چې ظِهار وئيلے شي، د عِلمِ فِقه په کتابونو کښې د ظِهار پوره باب وي. کومو خلقو چې وَدونه کړي دي، هغوئي له دا مسئلے خامخا زده کول پکار دي، د ظِهَار ساده شان مطلب دا دے چې خپلې ښځې ته د خپلې مور يا خور په شان وئيل مثلاً خاوند خپلې ښځې ته اووئيل: تۀ زما د پاره زما د مور په شان ئې. دا ظِهار وي، د اِسلام په شروع کښې د ظِهار حکم هم د طلاق والا وو، يعنې چې کوم کَس به خپلې ښځې ته د خپلې مور يا خور وغيره په شان اووئيل نو د هغه ښځه به