Fazail e Bait ul ALLAH

Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH

يوه قیمتي زغره موجوده وه، هغه، هغه زغره خرڅه کړه او حج له روان شو([1])

جسے چاہا دَر پہ بُلا لیا                            جسے چاہا اپنا بنا لیا

یہ  بڑے کرم کے ہیں فیصلے                یہ بڑے نصیب کی بات ہے

د حج شوق څنګه زيات کړے شي؟

اے عاشقانِ رَسُول! معلومه شوه! چې د حج د پاره د مال او اسباب نه بلکه د شوق او ذوق ضرورت دے، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه په خپل زړه کښې د حج شوق زيات کړو * د حج فضيلتونه لولئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په زړه کښې به مو د حج شوق زیات شي * کاش چې مونږه خپل دا معمول جوړ کړو چې د شپې څه وخت په تنهائيئ کښې کښينو کله د کعبے شريفې تصور راولو * کله د مِنیٰ شريف سوچ راولو * په سوچ سوچ کښې کله ميدانِ عرفات ته اورسو * کله د لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك آواز اولګوو * کله په تصوّر کښې د صفا او مروه سعي کوو!!! بيا خپله محرومي په تصوّر کښې راولو او د الله کريم په بارګاه کښې په زارئ او فرياد سره دعاګانې اوکړو چې: يا الله! ما له د حج سعادت راکړې، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د حج شوق به مو پيدا شي، که د سترګو نه مو اوښکې روانې شي نو د الله پاک د رحمت نه ډير اُميد دے چي کرم به اوشي، په زړه کښې به مو د حج شوق هم زيات شي او که چرې الله پاک ته منظوره وه نو د حج بلنه به مو هم نصيب شي

د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلي 3 کتابونه دي: عاشقانِ رسول کی 130 حکایات، رَفِیْقُ الْحَرمَیْن او رَفِیْقُ الْمُعْتَمِرِیْن دا کتابونه اولولئ، دا په زړه کښې د حج د شوق زياتولو ډيره


 

 



[1]... عیون الحکایات، جلد:2، صفحہ:223۔