Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH
زبردسته نُسخه ده د خپل مور پلار او مرحومانو د ايصال ثواب د پاره او د خپل قبر او د آخرت بهتر جوړولو د پاره ئې حج او عمرے له تلونکو ته د تحفے په طور وړاندې کړئ، حج او عمره کوونکي چې دا کتابونه اولولي نو په ښه انداز کښې به حج او عمره ادا کړے شي نو دغسې به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! مونږ ته هُم د دې برکتونه ميلاو شي، څه پته چې د دې نيک عمل په برکت مونږ ته هم د مدينے منورې او د مکّے مکرمې بلنه راشي.
جان و دِل ہوش و خرد سب تو مدینے پہنچے تم نہیں چلتے رضا سارا تو سامان گیا
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر د لـمانځه د پاره راپاڅول
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مکّے مدينے د عشق موندلو، د نيک لـمونځ ګزاره جوړيدلو او د نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره وابسته اوسئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په ژوند کښې به مو د نيکو سپرلے راشي، د الله پاک د رضا والا کارونو موقعې به هُم درنصيب شي.
د مدينے د سفر سعادت ميلاو شو!
د پنجاب د علاقے اِلٰہ آباد (ضلع قصور) د اوسيدونکي يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تعلق خو لرلو خو د ديني کارونو په بارہ کښې د سستئ ښکار ووم، يوه ورځ يو ذمه وار اسلامي ورور زه پوهه کړم او د ديني کار کولو او خاص طور د سحر د لـمونځ د پاره د مسلمانانو د راپاڅولو د ديني کار ئې په پوره پابندئ سره د کولو ترغيب راکړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما ذهن جوړ شو او ما هم د بَلې ورځ نه په دې باندې عمل شروع کړو. د سحر د لـمونځ د پاره مې مسلمانان راپاڅول