Book Name:Walion K Sardar
ويرې او پښيمانتيا نوم دے. “ [1]
الله پاك په سيپاره 18 ، سُوْرَۃُ الْمُؤْمِنُوْن آيت نمبر 1 او 2 كښې ارشاد فرمائي :
قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَۙ(۱) الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَۙ(۲)
مفهوم ترجمه کنز الایمان : بيشکه مراد ته اورسيدل ایمان والا ، هغوئي چې په خپلو لمُونځونو كښې عاجزي كوي.
تفسیر صِراطُ الْجِنان جلد 6 صفحه 496 کښې دي : ايمان والا په خُشُوع او خُضُوع سره لمُونځ ادا كوي ، هغه وخت د هغوئي په زړونو كښې د الله پاك ويره وي او د هغوئي اندامونه په قرار او په سُکون وي.[2]
زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لمَانځه حال به دا وو چې اُمُّ المُؤمِنِين حضرت سَيِّدتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنْها فرمائي : نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به زمونږ سره او مونږ به د هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) سره خبرې كولې خو چې كله به د لمَانځه وخت شو نو مونږه به داسې شو لکه هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) چې مونږه نه پيژني او مونږه هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) نه پيژنو.[3] حضرت سَيِّدُنا ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام به چې كله د لمَانځه د پاره اودريدلو نو د هغوئي د زړه درَزارے به د دوو ميلو د فاصلے پورې اوريدلے شو.[4] بعضې صحابۀ كرام رَضِیَ الله عَنْهُم به په لمَانځه كښې د رُكوع په حالت كښې داسې په سُکون وو [يعني بالکل به ئې حرکت نه کولو] چې په هغوئي به مرغئ كښيناستلې يعني