Book Name:Walion K Sardar
حركت كولو او د اللّٰہ اللّٰہ آواز ترينه راتلو.[1] غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پيدا كيدو سره روژه نيولي وه او چې كله لمَر پريوتلو ، هغه وخت ئې د مور پـئ اوڅښل ، ټوله روژه د هغوئي دا معمول وو.[2] چې كله به هغوئي په هلکوانه كښې د څه لوبو کولو اراده كوله نو د غيب نه به ورته غږ کيدلو : اے عبدُالقادِره! مونږه ته د لوبو د پاره نه ئې پيدا كړے.[3] هغوئي به چې [په ماشوم والي کښې] مدرسے ته تشريف يوړلو نو آواز به راتلو : د الله ولي ته ځائے وركړئ.[4]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بعضې وخت انسان د اولياؤ د كراماتو په باره کښې د شيطان په وسوسو کښې راشي او كرامتونه د عقل په تله کښې تَلي او دغسې ګمراه شي. ياد ساتئ! كرامت هغه خلافِ عادت کار ته وائي چې عادتاً مُحال وي يعنې چې د ظاهري اسبابو په ذريعه د هغے كيدل ناممكنه وي خو د الله پاك په عطا سره د اوليائے كرامو نه داسې خبرې بعضې وخت ظاهريږي. چي د کوم نبـي عَلَيْهِ السَّلام نه به د اعلانِ نبُوَّت نه مخكښې داسې څيزونه ظاهر شو نو هغے ته اِرهاص وائي او د اعلانِ نبُوَّت نه پس چې ترينه ظاهر شي هغې ته مُعجزه وائي. د عامو مومنانو كه داسې څيزونه ظاهر شي هغے ته مَعُونَت وائي او د ولي نه چي ظاهر شي هغې ته كرامَت وائي.