Book Name:Walion K Sardar
عَلَيْه به داسې لمُونځ ادا كولو چې د مار په شكل كښې راتلونكي پيري به هم د هغوئي په لـمانځه كښې خلل نه شو اچولے.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! په لمَانځه كښې خُشُوع مُسْتَحَب ده.[1] او الله پاك داسې لمُونځ ته نظر نه فرمائي په كوم كښې چې بنده د خپل بدن سره زړه حاضر نه کړي.[2] اِمامِ اهلِسُنَّت شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي : “ د لمَانځه كمال ، د لمَانځه نُور ، د لمَانځه بهتري “ د هغې په پوهيدلو ، په هغې غور كولو او د زړه حاضر اوسيدلو کښې دي. “ [3] مطلب دا دے چې د اعلٰى درجے لمُونځ هغه دے كوم چې په خُشُوع سره ادا كړے شي.
په لمَانځه كښې خُشُوع د زړه او د ښكاره اندامونو يعنې د ښپو او لاسو عمل ته وائي.[4] د زړه د عمل نه مراد دا دے چې د الله پاك عظمت ئې په نظر کښې وي د دُنيا نه ئې تَـوَجُّـه لرې شوي وي او په لمَانځه كښې ئې زړه لګيدلے وي. او د ښكاره اندامونو عمل دا دے چې په سُكون سره ولاړ وي ، اخوا ديخوا نه ګوري ، خپل بدن او جامو سره لوبے نه كوي او هيڅ فُضُول او بے كاره كار نه کوي.[5] زمونږ د خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے : “ بيشكه لمُونځ د سُكون ، عاجزئ ،