Book Name:Walion K Sardar
پيرانِ پير ، روشن ضَمير ، شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل ادِيرے [مقبرے] ته د خپل اُستاذِ محتَرَم حضرت شيخ حَمَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته د عُلماؤ او فُقراؤ په قافله كښې تشريف يوړلو او د ډير وخته پورې ولاړ وو او دُعا ئې كوله تر دې چې لمَر ډير تود شو. چې بيرته روان شولو نو په مخ مبارک ئې د خوشحالئ اثر ښکاريدلو. حاضرو خلقو ترينه نه د دومره اوګږدې دُعا د سبب تپوس اوکړو نو اوئې فرمائيل چې : په دې مزار شريف كښې آرام کوونکے زما اُستاذِ ګرامي سَيِّدُنا شيخ حَمَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره يوه قافله د جُمُعے د لمَانځه ادا كولو د پاره روانه وه. په لاره كښې چې د يو نهر په پُل پوريوتلو نو شيخ حَمَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ناڅاپه ماله دِيكه راكړه او نهر ته ئې غوزار كړم ، د سختې يخنئ ورځې وې ، ما بِـسْـمِ الـلّٰـه اولوستله او د جُمُعے د غُسل نِيَّت مې اوكړو ، په څه طريقه د اوبو نه را اووتلم او خپله د وړئ جُبَّه مې نچوړ كړه او قافِله مې لاندې كړه. د شيخ حَمَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مريدانو [په ما پورې] ټوقې شروع کړې نو هغوئي ئې اورټل او اوئې فرمائيل : ما د عبدُ القادر امتحان واخستلو او په هغې كښې هغوئي د غره په شان مضبوط ثابت شولو. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي چي : ما [هُم دغه] خپل استاذ شيخ حَمَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په قبرِ انور كښې اوليدلو چې د ملغلرو او سرو زرو جامے ئې اغوستي دي او د ياقوتو تاج ئې په سر دے ، د سرو زرو کړے ئې په لاس دي او د سرو زرو پيزار ئې په ښپو دي ، خو د حيرانتيا خبره دا وه چې د هغوئي ښي لاس كار نه كولو! زما په تپوس هغوئي اوفرمائيل چې : دا هغه لاس دے په کوم چې ما تاسو نهر ته غورزولي وئ ، آيا تاسو به ما مُعاف كړئ؟ چې كله ما هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُعاف كړلو نو هغوئي اوفرمائيل چې د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوكړئ چې زما ښے لاس ټيك شي. لِهٰذا ما د الله پاك نه دُعا غوښتل شروع کړل او پينځه زره اوليائے كرامو په خپلو خپلو