Book Name:Quran Kay Huqooq
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، نو په ياد سره د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې په جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدلو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د مخكښې نه مو د اعتكاف نِيَّت كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.
د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: څوك چې په ما باندې سحر، ماښام لس لس ځله دُرُود شريف لولي، هغه ته به د قيامت په ورځ زما شفاعت نصيب كيږي. ([1])