Book Name:Quran Kay Huqooq
هغې طرف ته مې ښپې نه كړے، بس په دې وجه الله پاك زه اوبخښلم. ([1]) الله پاك دِ مونږ ته د قرآنِ كريم سره ډير محبت راعطا كړي او د دې د عِزَّت كولو، تعظيم كولو، ادب سره د ښكلولو، سترګو او سينے ته د لګولو توفيق دِ را عطا كړې.
الٰہی! رونقِ اسلام کے سامان پیدا کر دِلوں میں مومنوں کے الفتِ قرآن پیدا کر
اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د قرآنِ مجيد دريم حق دے: اَلتَّاَدُّبُ بِآدَابِہٖ وَالتَّخَلُّقُ بِاَخْلَاقِہٖ يعنې د قرآنِ مجيد بيان شوي د ژوند آداب اختيارول او د هغې ښودلي شوي اخلاق د خپل كردار حصه جوړول دي. په اتمه سيپاره، سورۀ اَنعام، آيت نمبر155 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:
وَ هٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ فَاتَّبِعُوْهُ (پارہ8،سورۃالانعام:155)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او دا بركت والا كتاب مونږ نازل كړے دے نو د دې پيروي اوكړئ
معلومه شوه چې د قرآنِ مجيد اهم او بنيادي حق په دې عمل كول، د دې كامله تابعداري كول، د دې په ښودلي شوي انداز باندې ژوند تيرول دي. قرآنِ مجيد كتابِ هدايت دے، بيشكه د دې كتل هم عبادت دے، دې ته لاس لګول هم عبادت دے، د دې تلاوت كول هم عبادت دے، خو د دې باوُجود تر څو پورې چې په دې عمل اونكړے شي تر هغې پورې كَمَا حَقُّه [څنګه چې حق دے هغسې] هدايت نه شي نصيب كيدے، د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ډير قرآنِ مجيد لوستونكي دي چې قرآنِ مجيد په هغوئي لعنت كوي. ([2])