Book Name:Quran Kay Huqooq
عالِم/عالِـمه کورس کولو سعادت حاصِلوي او هغه طلباء و طالبات چې دَرسِ نظامي ئې مکمل کړے او فارغ شوي دي د هغوئي مجموعی تعدادتقریباً: 13 زره 455 دے۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
دوه فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) رښتيا وئيل نيكي ده او نيكي جنَّت ته بوتلل كوي،([2]) (2) د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه تپوس اوكړے شو: جَنَّتـي عمل كوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: رښتيا وئيل.([3])
اے عاشقانِ رسول: ”رښتيا وئيل سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي“ * زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه رښتيا وئيل، * په دې وجه به خلقو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صادق و امين په لقب پيژندلو، * حضرت عبدُ الله بِن سلام رَضِیَ الله عَنْه لا اِيمان نه