Book Name:Achi Aur Buri Mout
(يعنې حق وهلو) په دوران کښې د عبرتناك مرګ ښکار شي، او څه داسې خوش نصيبه دي چې هغوئي په نيكو كولو کولو کښې، د سجدے په حالت كښې، د تلاوت كولو، نعت شريف لوستلو، د اعتكاف په حالت كښې، جمات ته د تللو په دوران کښې، د خانه كعبے د طواف كولو او د حج په سفر كښې په ښائسته مرګ مړه شي، هائے افسوس! مونږ ته معلومه نه ده چې زمونږ مرګ به عبرتناك وي او که ښه مرګ به وي، مونږ ته معلوه نه ده چې زمونږ مرګ به د نيكئ كولو په حالت كښې راځي او که د ګناه په حالت كښې، مونږ ته نه ده معلومه چې د ځنكدن په وخت كښې به زمونږ سره آساني كيږي او که نه په سختئ سره رانه به روح ويستلے كيږي، آه! آيا زمونږ قبر به باغيچه جوړيږي او که د اور كنده، آه! زمونږ قبر به د نظر د حده پورې فراخه كړے شي او يا که دومره به تنګ كړے شي چې پوښتئ به مو په يوه بله کښې پيوسته كړے شي، حديثِ پاك دے: قبر د جنَّت د باغونو نه يو باغ دے يا د دوزخ د كندو نه يوه كنده ده.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د ښه او بد مرګ مُتَعَلِّق دوه عبرتناك احاديث واورو: (1) د حضرت ابوهُريره رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې سركارِمدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چې د ځنكدن په وخت كښې انسان له فرښتے راشي، كه هغه كس نيك وي نو فرښتے وائي: اے پاكه روحه اُوځه...!! ته په پاك بدن كښې وے، اوس د تعريف قابل شوے اُوځه، ستا د پاره د راحت، خوشحالئ او د پاکيزه رزق زيرے دے او دا هم چې ستا ربّ ستا نه ناراضه نه دے. فرښتے هُم دغه شان وائي، وائي تر دې چې روح د بدن نه اُوځي،[1] (سُبْحٰنَ الله! معلومه شوه چې د مومِن نيكوكار د روح ويستلو ضرورت نه پيښيږي بلكه هغه زيري اوريدلو اوريدلو کښې پخپله د بدن نه